د کابل استقلال روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۱:۲۰
Hos

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ نن ورځ د کابل استقلال روغتون ته ۸ قلمه اړین خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وایي، چې دغه خوراکي توکي د یاد روغتون د مسوول د غوښتنې په پام کې نیولو سره برابر او لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په دغو خوراکي توکو کې؛ ۲۰۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۴۵۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۳۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۳۰۰ کیلوګرامه اومه نخود، ۱۰۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۳۰۰ کیلوګرامه بوره، ۷۰ کیلوګرامه شین چای او ۱۳۰ کیلوګرامه وچې شېدې شاملې دي.

عمري څرګندوي، چې دغه توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوي په شتون کې د کابل د استقلال روعتون مسوول ته سپارل شوي دي. د یاد روغتون مسوول د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښي ښودلې او د دوی له فعالیتونو څخه یې بشپړ رضایت څرګند کړی دی.

هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت دا مهال په مرکز او ولایتونو کې د هېواد ګڼ شمېر دولتي روغتونونو، پوهنتونونو، روزنتونونو، دارالعلومونو او دیني مدرسو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر ګړندی کړی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all