د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې ګډون وکړ.
د شرکت د املاکو آمریت مسوولین وایي چې یاد ۱۶ ګدامونه د کابل ښار د دهمزنګ په سیمه کې، د ترافیکو ریاست شاته موقعیت لري، چې مخکې اعلان ته سپارل شوي وو.
هغوی زیاتوي، چې د داوطلبانو له ډلې څخه یو تن، چې حامد نومېږي د ګټونکي په توګه وپېژندل شو. د هغه تضمین، چې په نغدي ډول د داوطلبۍ د هیئت له خوا تر لاسه او له تعرفې د صادرېدو وروسته په رسمي توګه د شرکت اړوند بانکي حساب ته انتقال شو.