د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
o

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې دنده پیل کړه.

د دعوت او ارشاد مدیر د پېژندګلوي پر مهال د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو پراختیا رییس محمدامین صاحبزاده، د کارکوونکو چارو، مالي، املاکو، خدماتو، تدارکاتو او نورو اړوندو برخو مدیرانو ګډون کړی و.

د ارزاقو امارتي شرکت رییس مولوي عبدالرازق رفیع د آمرینو د اطاعت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل؛ موږ ته لازمه ده، چې د خپلو آمرینو اطاعت وکړو، ځکه دا الهي امر ده او د ټولنې د نظم د برابرولو او پرمختګ سبب ګرځي.

مولوي رفیع زیاته کړه: هغه چا ته چې مسوولیت وسپارل شي او هغه په ایماندارۍ سره تر سره کړي، نو په دنیا او آخرت کې به بریالی وي.

همداراز اجرائیوي رییس د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپلې دندې ته متوجه کړ او په چارو کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.

د دعوت او ارشاد لوی مدیر د ارزاقو امارتي شرکت په وړاندیز او د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د ۶۴۲ ګڼه حکم له مخې؛ په دنده ګمارل شوی.

نوموړی د نور المدارس فاروقي له جامعې څخه د لویې دورې فراغت سند لري او له دې وړاندې د غزني ولایت په نظامي برخو کې دندې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all