د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
M

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د حقوقي برخې سلاکار او همدارنګه د املاکو، تدارکاتو، مالي، سوداګریزو پراختیا، د کارکوونکو چارو آمرینو او د کنټرول، پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و.

د ناستې په پیل کې د تېرې غونډې د فعالیتونو او د ترسره شویو چارو باندې لنډه ارزونه وشوه. ورپسې د اجنډا له مخې پر نویو موضوعاتو بحث وشو، چې پکې د شرکت اړوند جایدادونو باندې پانګونه، د موجوده تړونونو غځول او نور موصوعات شامل و.

همدارنګه، د یو شمېر ولایتونو په مدیریتي چارو کې د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه بېلابېل وړاندیزونه وړاندې او تر هر اړخیز غور لاندې ونیول شول.

د اجنډا له مخې پر هغو مهمو موضوعاتو تمرکز وشو، چې د شرکت د فعالیتونو د ښه والي او پرمختګ لپاره لومړیتوب ګڼل کېدل. په دې برخه کې د اجرایوي کمېټې له لوري یو شمېر موضوعات تایید او د نورو اړینو مسایلو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

د غونډې په پای کې د اجرایوي کمېټې مشر مولوي عبدالرازق رفیع د چارو د لا چټکتیا، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ادارو او خلکو اړتیاوو ته پر وخت د ځواب ویلو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ستونزو د حل لپاره عملي او کوټلي ګامونه پورته او د شرکت د خدماتو د لا ښه والي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all