ارزاقو امارتي شرکت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۹
M

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د لومړي ځل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو د پراختیا آمر اسدالله ابراهیمي وویل، چې د شرکت د اکمالاتي خدمتونو په لړۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هم شامل شوی دی. د هغه په وینا، شرکت وړمه ورځ د خپلو امکاناتو او ظرفیتونو پر مټ یاد وزارت ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په بریالیتوب سره ولېږدول.

ابراهیمي زیاته کړه، چې په لېږدول شویو توکو کې ۳۶۶۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۸۴۴۰ لیټره غوړي، ۴۷۰۰ کیلوګرامه بوره، ۱۳۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۹۰ کیلوګرامه مساله، ۲۵۰ کیلوګرامه چای او ۷۰۰۰ کیلوګرامه لوبیا شامل دي.

نوموړي دا هم وویل، ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، چې د ټولو امارتي ادارو اړتیاوې د لوړ کیفیت، روڼتیا او پر وخت خدمتونو له لارې پوره او د خپلو چوپړتیاوو او فعالیتونو د لا پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۹
Background image

 ارزاقو امارتي شرکت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د لومړي ځل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې ناسته کې د سوداګریزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د کونړ او نورستان ولایتونو د معتادینو د درملنې روغتونونو او د نورستان پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کونړ او نورستان ولایتونو د معتادینو د درملنې روغتونونو او د نورستان پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all