د ارزاقو امارتي شرکت د نوي زنځیري مغازې د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د نوې زنځیري خرڅلاو مغازې د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د شرکت د مسوولینو په وینا؛ ټاکل شوې ده، چې یاده مغازه به په راتلونکي کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د شرکت مسوولین وایي، چې د دغې مغازې په فعالېدو سره به خلکو ته د خوراکي توکو د پېرلو اسانتیاوې برابرې او تر څنګ یې کاري فرصتونه به رامنځته شي او د شرکت د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې به هم مهم رول ولوبوي.
د املاکو آمریت انجنیر عبیدالله کریمي وویل، چې د دغې زنځیري مغازې د جوړېدو چارې ۴۸ سلنه پر مخ تللي دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاده مغازه د شرکت د مرکزي دفتر د دروازې ترڅنګ، د ۸۵ متره مربع ځمکې پر سر په یوه پوړ کې په اساسي او معیاري ډول جوړیږي او په راتلونکي کې به ورته دویم پوړ هم ورزیات شي.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، د خلکو د اسانتیاوو برابرولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه د نوې کړنلارې له مخې خپلې زنځیري خرڅلاو مغازې په تدریجي ډول بېرته ورغوي او فعالې کړي.
