د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته وړمه ورځ د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.
په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح، د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د شرکت سوداګریزو چارو سلاکار، د تدارکاتو، املاکو، خدماتو، سوداګریزو چارو پراختیا، مالي، د پروژو د تطبیق او کارکوونکو چارو آمرینو، همدارنګه د کنټرول، دعوت او ارشاد، پلان او پالیسۍ مدیرانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د تېرې نوبتي ناستې د پرېکړو د عملي کېدو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه ارزونه او لنډ کاري راپور وړاندې شو.
ورپسې د شرکت د روانو چارو، نویو موضوعاتو او د فعالیتونو د لا ښه تنظیم او پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
د غونډې په پای کې د اجنډا له مخې مطرح شوې موضوعات، چې د شرکت د جایدادونو په تړاو او همداراز د فعالیتونو، خدمتونو او کاري بهیر د لا اغېزمنتیا او پراختیا لپاره مهم وو، د اجرائیوي کمېټې له لوري د تائید وړ وګرځېدل او د نورو وړاندې شویو متفرقه موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې.
